IQNA

قرآن څه وائي/26

  انسان ولې تل په سختۍ کې دی؟

15:50 - August 23, 2022
د خبر لمبر: 3486130
ایکنا-(تهران)انسان په ژوند کې ډيرې سختیانې زغمي،هغه که په ماشومووالي کې وي او که په هغه پړاؤ کې چې لوي شوی  او کورنۍ ئې جوړه کړي وي. قرآن کریم په دې ټکي ټينار کوي چې اسنان په سختۍ کې ژوند کوي او د هغه په  ژوند کې سختیانې دوام لري ،البته دغه سختۍ دڅه لپاره دي.؟

د قرآن کریم د بلد سورې په څلورم آیت کې خداي تعالی فرمائي؛ «لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ: بې شکه چې اسنان مو په کړاؤ کې پنځولی دی: ددغه آیت په اساس،انسان په یوه کلب یا چوکاټ کې پنځول شوی دی.یو هغه صفت چې په دې باب مطرح شوی،همدغه چوکاټ او دور دی. چوکاټ یا کبَد یعني هغه ځاي چې له کړاؤ اوسختۍ ډک دی،اصلا پخپله ددینا تعریف یعني هغه ځاي  چې  له محدودیّت او  کړ اؤ(friction) څخه ډک دی،یعني وئيل کیدلی شي هغه ځاي چې  ژوند پکې کوو ،د کړاؤ  سیاره ده :

علامه طباطبائي  ددغه آیت په باب ،یعني «لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ»  په باب وائي،دغه بدلون چې  د انسان خلقت په  کبد یا چوکاټ کې دی، نو دا مونږ  ته رازده کوي چې مشقت او سختي له هرپلوه او  او د ژ،ند په ټولو برخو کې پر انسان   احاطه لري او دا  معنا پر هیڅ عقلمند  پټه نه ده پاتې ، چې انسان  هیڅ یو نعمت نشي ترلاسه کولی،مګر دا چې  خالص ئې وغواړي،له هرې سختې او سرخوږي څخه خالص، په ښه والی او پاکیزګۍ کې خالص وي، البته  ددنیا  اختصاص دا دی چې هیڅ نعمت نه ترلاسه کیږی،مګر  په سختیو او کړاؤنو سره .

دهغه معیار او قانون په توګه ددغه آیت درک کول ا و دغه آیت ته توجه کول،چې په عالم  هستۍ کې شته ، مونږ ته رازده کوي چې  انسان  له دغو سختیانو سره لاس او ګریوان دی،ځکه کله کله مونږ فکر کووچې یو شمیر موردونه شته چې پخپل ژوند کې هیڅ کړاؤ او سختي نه لری،خو داسې نه ده، دغه عالم یا دنیا د رنج اوکړاؤ دنیا ده ، هغه شی چې  مونږ ئې  له خوندونو غواړو ،خالص  او بې درد اوبې کړاوه خوندپه یوې بلې دنیا کې شته  چې په دغې دنیا کې د کړاؤنو په زغملو او زیار سره ترلاسه کیږي. هغه آرامښت ،آسانتیاوې او  راحت چې  په یوې بلې  دنیا کې د انسان په تمه  دي ،ددغې دنیا  سختیانې زر ختموي اود زغملو وړ ئې کوي. په بله معنا وئيل  کیدلی شي، هغو آسانتیاؤ ته د رسیدا بیّه، چې په بلې دنیا کې دانسان منتظر دي ، هغه سختیانې دي چې په دغې دنیا کې ئې  زغمو   

تړلې خبرونه
captcha